اخلاقي کنایې دوهم ټوک چاپ شو

0
45

له ننه درې کاله وړاندې د هیواد نامتو څېړونکي،برلاسي ژباړن،ریالیسټ ژورنالیست او لیکوال استاد ډاکتر نثار احمد صمد خپلو درنو هیوادوالو او پتمن افغاني کهول ته یوه ستره او بې ساري تحفه (اخلاقي کنایېلومړی ټوکوړاندې کړه.

د کتاب لومړی ټوک له چاپ سمدستې وروسته د هیواد په لر او بر کي د تود هرکلي سره مخ شو او د خپرندوی په وینا څو ځلې د کتاب بیا چاپ اړتیا او له فاضل لیکوال څخه د دې لړۍ د غزولو هیله څرګنده شوه.

همدا لامل وو، چي قدرمن استاد صمد صاحب له خپلو ډېرو مصروفیاتو او د پردیسۍ د ژوند له ناخوالو سره سره د هیوادوالو د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره شپه او ورځ په ځان یوه کړه او له درې کلن کار و زیار وروسته یې بالاخره د اخلاقي کنایو دوهم ټوک چاپ ته چمتو او ولس ته وړاندې کړ او تمه ده چي د لوستونکو په دعا او له معزز لیکوال سره د ژوندانه د وفا په بهیر کي به دا لړۍ نوره هم پسې وغزیږي.

اخلاقي کنایې د لنډو او جامعو حکایتونو، محاورو او اخلاقي او اصلاحي درسونو او پندونو څخه مالامال او د ګرانو د ځوانانو، کورنیو ، زده کوونکو ، استادانو او په لنډه توګه د ټولنې د فرد فرد لپاره یوه بې ساري ارزښتمنه او ګټوره لړۍ ده.

اخلاقي کنايې دوهم ټوک کتاب د لومړي هغې په څېر ټولټال (۳۲۸) مخه لري،په ښکلې پښتۍ او معیاري کاغذ په کندهار  کي د علامه رشاد (رحخپرندویه ټولنې له لوري د زر ټوکه په تېراژ چاپ شوی دی.

چا چي د استاد صمد د پند او عبرت قصې (لومړی او دوهم ټوکاو یا هم (اخلاقي کنایېفقط یو ځل لوستی وي، نو ښايي ما ته د دې اړتیا نه پېښوي چي د دوهم ټوک لوست ته یې وهڅوم بلکي خپله تلوسه به یې هره شېبه د کتاب لوست ته را بولي.

اخلاقي کنایې که تر هر څه زیات اخلاقي، معنوي، دیني او اصلاحي پيغامونه او پندونه له ځانه سره لېږدويخو د لیکنې سبک او انداز یې هم فوق العاده له ادبي غنا او ذوق څخه ډک دی.

بې له مبالغې ویلای شم، د پښتو د غوره، ساده او روان  نثر لیکنې په تاریخ کي چي ما کوم خوند د استاد الفت (رحله نثري ټوټو څخه اخستی نو په اوس مهال کي مې همدومره خوند او پند د استاد نثار احمد صمد د پند او عبرت په کیسو او اخلاقي کنایو څخه تر لاسه کړئ.

زه د دې لیکنې له لارې خپلو ټولو وروڼو او خویندو ته چي د خپلې معنوي او اخلاقي پانګې د زیاتون په لټه کي دي،بلنه ورکوم چي لطفاً د اخلاقي کنایو لړۍ تعقیب اود مطالبو د ښه فهم لپاره یې یو ، دوه ځلې نه بلکي بیا بیا ولولي او هم یې له نورو دوستانو سره شریک کړي.

غوښتل مې دلته د «مُشت نمونهء خروار» په توګه له کتاب څخه ځینې مطالبت راوړم؛ خو د دې لپاره چي د کتاب منځپانګه او ستاسو تلوسه مې زیانمنه کړې نه وي نو ترې تېر سوم.

له الله تعالی څخه د کتاب قدرمن لیکوال، خپرندوی او لوستونکو ته  بریا، روغتیا او لا زیات توفیق غواړو.

احساس

جواب ورکړئ

هیله ده خپل نظر وليکئ
هیله ده خپل نوم داخل کړئ