ليکنه: نصير تکل
ام المؤمنين حضرت عائشه رضي الله عنها فرمايي: يو ځل ما رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وويل، آيا تاسې ته د صفيې فلانکۍ فلانکۍ نيمکړتياوې او کمزورۍ د عبرت ذريعه او سبب نه دي؟
دحديث راوي وايي: چې د بي بي عائشې رضي الله عنها موخه او مقصد د بي بي صفيې رضي الله عنها د قد ټيټوالى وو.
رسول الله صلى الله عليه وسلم چې کله دا خبره واورېده؛ نو ويې فرمايل: اې عائشې! ستا له خولې يوه داسې خبره را ووته، که سمندر ته واچول شي، نو ټولې اوبه به يې خرابې کړي. يعنې ددې خبرې د بد بويۍ په سبب د سمندر ټولې اوبه بد بويه او بې مزې شي، ځکه دا غيبت دى، چې پدې کې د بي بي صفيې رضي الله عنها سپکاوى څرګنديږي. – رواه مسند احمد
له واثله بن اسقع نه روايت دى: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي، چې کله تاسې يو مسلمان ورور په کړاو او تکليف کې ووينۍ، نو د هغه په حال د خوشحالۍ څرګندونه مه کوئ، کيداى شى الله تعالى په هغه مهربانه شي، او د هغه پر ځاى تاسې په کړاو يا مصيبت کې را ښکيل شي. رواه مسند احمد
همدارنګه الله تعالى پخپل کتاب قرآن کريم کې فرمايي: اې مؤمنانو! يو قوم يا ډله دې د بلې ډلې پسې ټوکې او مسخرې کوي، کيداى شي چې هغه ډله له دوى څخه غوره وي او نه دې مېرمنې په نورو مېرمنو پسې ټوکې او مسخرې نه کوي، کيداى شي هغه ميرمنې له دوى څخه غوره وي. – سورة الحجرات، ۱۱ آيت
سرچينه: کابل ټکی کام